مزارشریف (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وايي چې د افغانستان سېلابځپلو لپاره د ایران هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.
د ایران یاده بشري مرسته پرون له غرمې وروسته د هغه هېواد د استازو له لوري د مزارشریف په مولانا جلالالدین محمد بلخي هوايي ډګر کې د اسلامي امارت مسوولینو ته وسپارل شوه.
مزارشریف کې د ایران سرکونسل حمیدرضا احمدي د یادو مرستو سپارلو پر مهال وویل چې په دغو مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي لکه کمپلې، کټونه، فرش او نور وسایل شامل دي.
هغه زیاتوي چې ټاکل شوې نن د دغه هېواد نورې مرستې هم افغانستان ته راورسېږي.
بلخوا د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه او له نورو هېوادونو یې وغوښتل څو د افغانستان له سېلابځپلو سره مرستې وکړي.
هغه دغه راز ډاډ ورکوي چې د بلخ ولایت مقام د مرستو مدیریت په موخه یوه کمېټه جوړې کړې څو مرستې په شفاف ډول تر اړمنو کورنیو ورسوي.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم قطر، ترکیې او ازبکستان هېوادونو د افغانستان له سېلابځپلو سره ورته مرستې کړې دي.
Views: 29