Pajhwok Afghan News

فراه کې ترافیکي پېښه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

فراه ښار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

د فراه امنیې قوماندانۍ له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د فراه‌رود ولسوالۍ اړوند د کندهار – هرات پر لویه لار د یوه مازدا او دوو ټېلرو موټرونو ترمنځ ټکر شوی دی.

سرچینه وايي چې په دې پېښه کې یو کس مړ او یو بل سخت ټپي شوی دی.

د خبرپاڼې په حواله، ټپي کس د ځايي مسوولینو له لوري د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوی دی.

د یادې پېښې رامنځته کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي خو ډېری مهال دغه شان پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او یا هم د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

Views: 6

Exit mobile version