ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر امنیتي مسوولین: هغه ماشوم وموندل شو چې د څرخ ولسوالۍ له روغتونه تښتول شوی و

د لوګر امنیتي مسوولین: هغه ماشوم وموندل شو چې د څرخ ولسوالۍ له روغتونه تښتول شوی و

author avatar
27 May 2024 - 14:35
د لوګر امنیتي مسوولین: هغه ماشوم وموندل شو چې د څرخ ولسوالۍ له روغتونه تښتول شوی و
author avatar
27 May 2024 - 14:35

پل‌علم (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي، هغه ماشوم یې موندلی چې د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ له روغتونه تښتول شوی و.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د څرخ ولسوالۍ له روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم تښتول شوی و.

هغه وايي، امنیتي ځواکونو له پېښې څو ساعته وروسته یاد ماشوم د څرخ ولسوالۍ د پنګرام کلي په یوه کور کې موندلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

هغه زیاته کړه، د پېښې په تړاو د څرخ ولسوالۍ روغتیایي کارکوونکي او یو شمېر نور کسان د امنیتي ځواکونو تر څېړنو لاندې دي او ژر به هغه کسان ونیول شي چې یاد ماشوم یې له روغتونه غلا کړی و.

د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدسلیم پژواک ته وویل، امنیتي ځواکونه دې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي او هغه کسانو ته دې سزا ورکړل شي چې له روغتونه یې نوی زېږېدلی ماشوم غلا کړی دی.

هغه وویل، په ډېری سیمو کې میندې نالوستې دي او که چېرې روغتیايي کارکوونکي د نوو زېږېدلو ماشومانو خوندیتوب برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره نه کړي، ورته پېښې به نورې هم رامنځته شي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.