ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي حنفي: د کوکنارو کښت مخنیوي په اړه د ا.ا تصمیم جدي دی

مولوي حنفي: د کوکنارو کښت مخنیوي په اړه د ا.ا تصمیم جدي دی

author avatar
27 May 2024 - 17:34
مولوي حنفي: د کوکنارو کښت مخنیوي په اړه د ا.ا تصمیم جدي دی
author avatar
27 May 2024 - 17:34

فیض‌اباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په هېواد کې د هر ډول نشه‌یې توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګېدلی او اسلامي امارت یې د بشپړ مخنیوي برخه کې جدي دی.

د رییس‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي چې د اسلامي امارت له ځينو نورو چارواکو سره بدخشان ته سفر کړی، په دغه ولایت کې «د افغانستان توریستي جاذبې» ملي کنفرانس ته په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې نشه‌یي توکي دود شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «یوه لویه مسئله چې د اشغال په کلونو کې دلته دود شوې، نشه‌یي توکې دي، هغه مهال لکه څرنګه چې رسنۍ له دوی سره وې، شپه او ورځ یې اعلانونه کول چې نشه‌یي توکي اسلامي امارت ترویجوي.»

خو هغه زیاته کړه چې د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو په اړه د اسلامي امارت تصمیم جدي دی، په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د ټولو ډولونو سوداګري او استعمال منع دی.

د رییس‌الوزراء اداري مرستیال وویل: «دا هغه چاره ده چې د اسلامي امارت له خوا د یوې پالیسۍ په ډول تصمیم نیول شوی، په دې کې هيڅوک باید شک ونه ‌کړي، زموږ ټول هېوادوال دې په دې برخه  کې بشپړ همکاران او نشه‌یي توکي باید زموږ له وطنه ورک شي.»

مولوي حنفي وویل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ویل کېدل چې په هېواد کې شاوخوا ۵ میلیونه کسان په نشه‌یي توکو اخته دي چې د هغو له ډلې یو میلیون یې ښځې او ماشومان وو، که د هغه مخه ونه نیول شي ټول ملت به په دغه مصیبت اخته شي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.