Pajhwok Afghan News

غور کې یوه کس خپل خسر وژلی

فېروزکوه (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د غور امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په تېوره ولسوالي کې یوه زوم خپل خسر د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.

د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وايي، نن سهار د دغه ولایت د تېوره ولسوالۍ په برسمه کلي کې یوه زوم خپل خسر د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.

هغه وویل: « د تېوره ولسوالۍ د برسمه کلي اوسېدونکی رمضان د عبدالله زوی د خپل زوم له لوري د چاقو په واسطه وژل شوی دی.»

نوموړي زیاته کړه، د وژل شوي کس زوم رباني نومېږي چې د یادې ولسوالي د پولیسو له لوري نیول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.

د هغه په خبره، د پېښې لامل کورنۍ ستونزې یادې شوې دي.

Views: 10

Exit mobile version