Pajhwok Afghan News

سرپل کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

سرپل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د سرپل امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ نقیب‌الله علمیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د بلخاب ولسوالۍ په تخشي کلي کې یوې ځوانې نجلۍ ځان سیند ته غورځولی او ځان‌‌وژنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړه، دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او پولیس د قضیې د روښانه کولو په موخه څېړنې کوي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه نجلۍ پنځه ورځې مخکې کوژدن شوې وه، خو کوژده یې د پلار په خوښه شوې وه او دا ترې راضي نه وه.

Views: 12

Exit mobile version