غزني ښار (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۲۴ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.
د غزني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي جانمحمد مومن پژواک ته وويل چې د تېر امارت پر مهال د ناهور ولسوالۍ د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ د څرځایونو پر سر دښمني رامنځته شوې وه.
هغه وویل: «په دې دښمني کې هماغه مهال له هزارو یو کس وژل شوی و او تر اوسه یې یو له یو بل سره دښمني کوله.»
ده وویل چې له ۲۴ کلونو وروسته تېره ورځ د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب دغه دښمني د تل لپاره حل شوه.
دغه راز، د کوچیانو د قوم یوه مشر خوازک چې په دې روغه جوړه کې یې ګډون کړی و، پژواک ته وویل چې له کلونو راهیسې په دې سیمه کې د یادو قومونو ترمنځ ستونزه وه او یوه هم په ارامه زړه ژوند نه شو کولای.
هغه زیاته کړه چې تېره ورځ یې ترمنځ روغه وشوه او اوس به دواړه قومونه د سولې په فضا کې ژوند کوي.
همدارنګه د هزاره قوم یوه مشر غلام سخي پژواک ته وویل، دا ډول روغې جوړې کولای شي د خلکو او قومونو ترمنځ یووالی رامنځته کړي.
نوموړي له یادو سمیهییزو مسولینو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دې شخړې د حل لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
هغه د هېواد د نورو سیمو له مسوولینو او مشرانو هم وغوښتل چې په خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ورته بدۍ هوارې کړي.
د یادوني ده، له دې مخکې هم د غزني ولایت په خواجه عمري، قره باغ، جاغوري، ناور، ګېلان او ناوې ولسوالیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ یو شمېر بدۍ د سیمهییزو مسؤولینو، علماو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هوارې شوې دي.
Views: 11