Pajhwok Afghan News

د پخواني ولسمشر ورور عبدالقیوم کرزی ومړ

CREATOR: gd-jpeg v1.0 (using IJG JPEG v62), quality = 90

کابل(پژواک، ۱۰غبرګولی ۱۴۰۳): ځينې سرچينې وایي، د پخواني ولسمشر حامدکرزي ورور عبدالقیوم کرزی نن په امریکا کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوی دی.

حامد کرزي ته ځینو نږدې کسانو پر خپلو اېکس‌پاڼو لیکلي چې عبدالقیوم کرزی نن سهار د ۷۷ کلونو په عمر د امریکا په مریلنډ ایالات کې د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.
حامدکرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود هم ځینو رسنیو ته د قیوم کرزي مړینه تایید کړې ده.
د تېر حکومت د سولې شورا مشر ډاکټر عبدالله او یو شمېر نورو سیاستوالو د قیوم کرزي په مړینه خواشیني ښودلې او حامد کرزي ته یې تسلیت ویلی.
قیوم کرزی د حامدکرزي مشر ورور و چې د جمهوریت په تېره دوره کې د ولسي جرګې غړی هم و.
تر اوسه حامد کرزي او د هغه کورنۍ د قیوم کرزي د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 71

Exit mobile version