پاراخ (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د پنجشېر د پوهنې ریاست شمېرې ښيي چې د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۹۴۳۸ ماشومان په ښوونیزو کورسونو، تسریعي ټولګیو او سیمهییزو مدرسو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د پنجشېر د اسلامي تعلیماتو امر مطیعالله جواد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دمګړۍ د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې ۱۳۱ ښوونیز کورسونه موجود دي چې په هغو کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۳۸۳۰ ماشومان پر لومړنیو زدهکړو بوخت دي.
هغه زیاته کړه، په ۱۶۲ سیمهییزو ښوونځیو کې چې ۲۴ یې د نجونو او نور یې د هلکانو اړوند دي، ۳۷۰۰ ماشومان پر دیني زدهکړو او دغهراز په ۶۹ تسریعي ټولګیو کې ۱۹۰۸ نجونې او هلکان چې ټول یې له څوارلس کلونو کمعمره ماشومان دي، پر زدهکړو بوخت دي.
د هغه په خبره، دغه ولایت کې ښوونیز کورسونه او سیمهییزې مدرسې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې او د تسریعي ټولګي د یونیسف په مالي ملاتړ فعالیت کوي.
د پنجشېر د اسلامي تعلیماتو امر وویل چې په ښوونیزو کورسونو او تسریعي ټولګیو کې ډېری له لومړي تر شپږم ټولګي د ښوونځي مضمونه تدرسېږي او په اطرافي مدرسو کې دیني زدهکړې ورکول کېږي.
جواد وویل چې دغو کورسونو کې د ماشومانو ترڅنګ ډېر کم د ډېر عمر لرونکي کسان هم درس وایي او زیاته یې کړه چې دا ټولګي د پنجشېر په لرې پرتو سیمو کې جوړ شوي چې د هغو سیمو ماشومان له ښوونځيو څخه لرې او یا هم له زدهکړو پاتې دي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د روان کال په ترڅ کې د پنجشېر بېلابېلو سیمو کې اطرافي ښوونځي او ښوونیز کورسونه ډېروي.
ورته وخت کې، ځیني ښوونکي د داسې ټولګیو جوړېدل د نجونو او هلکانو د زدهکړې ودې لپاره مهم بولي او له مسوولینو د ډېرو درسي وسایلو او د زدهکړې لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو غوښتنه کوي.
رخې ولسوالۍ کې د یوې سیمهییزې مدرسې ښوونکي مسیحا وویل: «د داسې ټولګیو جوړېدل د هغو ماشومانو لپاره چې عمرونه یې کم او د لارې لرېوالي له ستونزو سره مخ دي، مهم دي، دمګړۍ ډېری دغه ټولګي په جوماتونو کې خپلو درسونو ته دوام ورکوي، له حکومته غواړو چې د درسي وسایلو او د ټولګیو لپاره د مناسب ځای برابرولو برخه کې لا ډېر اقدام وکړي.»
د دې ولسوالۍ په پیاوشت کلي کې د یوه ښوونیز کورس ښوونکی ذبیحالله هم د داسې کورسونو، سیمهییزو مدرسو او تسریعي ټولګیو جوړېدل د نجونو او هلکانو د زدهکړې لپاره مهم ګڼي.
Views: 12