کندهار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د کندهار امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندهار – هرات پر لویه لار یوه زرنج او ټېلر موټر ټکر کړی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون درې کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه: «په زرنج کې ماشومان ډېر وو؛ ځکه ټپیان اکثره ماشومان دي او د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي.»
د یادې پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو ډېری مهال دغه شان پېښې د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ او یا هم د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
د یادونې ده چې تېره ورځ په بلخ ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن