Pajhwok Afghan News

بلخ کې یو تعویذګر ملا وژل شوی

مزارشریف (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو تعویذګر ملا په خپل کور کې وژل شوی او له دې پېښې سره په تړاو د هغه مېرمن نیول شوې ده.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته استول شوې ده.

سرچینه وايي چې تېره ورځ د مزارشریف ښار اړوند د درېیم نوشاد سیمه کې یو تعویذګر ملا په خپل کور کې وژل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، د مزارشريف ښار نهمې امنیتي حوزې کسانو د پلټنو له مخې، د یاد ملا د قتل په تور د هغه مېرمن نیول شوې او اوس څېړنې ترې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې یوې مېرمنې د خپل ورور په همکارۍ خپل خاوند وژلی و.

Views: 15

Exit mobile version