Pajhwok Afghan News

جلالي: نړۍوال بنسټونه دې د روغتیا له وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د عامې روغتیا نوي سرپرست وزیر خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې پر ژمنتیا د ټینګار ترڅنګ له نړۍوالو بنسټونه غوښتي چې له دغه وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د تازه حکم له مخې، د کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري مرستیال مولوي نورجلال جلالي د عامي روغتیا وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نورجلال جلالي د دغه وزارت لپاره د نوي سرپرست وزیر په توګه معرفي او خپل کار یې پیل کړ.

د چارو ادارې عمومي رییس مولوي انورالحق انور په دې غونډه کې ویلي، تغییر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل دی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي د دغه وزارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په بشپړه ایماندارۍ، صداقت او ملي تعهد سره هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

هغه دغه راز د روغتیا برخه کې پر خپلو کاري شریکانو او ټولو نړۍوالو بنسټونو، موسسو او ډونرانو غږ وکړ چې د عامې روغتیا له وزارت سره خپلو همېشنۍ همکاریو ته دوام ورکړي.

بلخوا، د عامې روغتیا پخواني وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یې د روغتیا برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لرلې او هڅه یې وکړه د هېواد ټولو سیمو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي.

Views: 17

Exit mobile version