Pajhwok Afghan News

قرغیزستان راتلونکی میلادي کال د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د قرغیزستان د انرژۍ وزارت وایي چې راتلونکی ۲۰۲۵ میلادي کال له تاجکستان سره په ګډه د کاسا زر پروژې له لارې پاکستان ته برېښنا غځوي.

د راپورونو له مخې، کاسا زر له تاجکستان او قرغیزستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږدولو پروژه ده چې په درېیو نورو هېوادونو کې یې چارې نږدې پای ته رسېدلې دي.

د منځنۍ اسیا ټایمز راپور کې راغلي چې د قرغیزستان د انرژۍ وزارت تر ۲۰۳۵ کال پورې د دغه هېواد د انرژۍ ملي پروګرام د پراختیا لپاره یوه پروژه وړاندې کړې ده.

یاد وزارت ویلي، په پام کې لري چې د کاسا زر پروګرام له لارې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۲۵ میلیارد کیلوواټه برېښنا د اوړي په اوږدو کې سوېلي اسیا ته ولېږدوي.

اسیا ټایمز لیکلي، د روان کال په پیل کې قرغیزستان له پاکستان او تاجکستان سره د کاسا زر پروژې د بیا پیلولو لپاره ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

د افغانستان برېښنا شرکت د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې ویلي وو، ټاکل شوې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې له دوه کلن ځنډ وروسته د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ بېرته پیل شي.

Views: 17

Exit mobile version