Pajhwok Afghan News

برېښنا شرکت له یوې چینايي کمپنۍ سره د مېترونو جوړولو تړون لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان برېښنا شرکت د مېترونو جوړولو له یوې چینايي کمپنۍ سره د ۲،۷ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یو فاز او درې فاز مېترونو جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه تړون د یاد شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا محمدحنیف حمزه او د مېترونو جوړولو چینايي «شینزین کلو» کمپنۍ استازي ترمنځ لاسلیک شو.

سرچینې زیاته کړې، یاده کمپنۍ به ۱۵۰ زره د برېښنا یو فاز او درې فاز معیاري مېترونه تولیدوي چې افغانستان ته له واردېدو سره سم به د برېښنا په شبکې کې کارول کېږي.

سرچینه زیاتوي، له دې مخکې د برېښنا پېرودونکو د اړتیا وړ مېترونه په ازاد بازار کې په بېلابېلو نرخونو اخیستل چې په ګرانه بیه ورته تمامېدل، خو اوسمهال برېښنا شرکت له یوې چینايي کمپنۍ سره د مېترونو تړون د لاسلیک له لارې دې برخه کې پېرودونکو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د سرچینې په حواله، د یادې کمپنۍ مېترونه په معیاري ډول جوړېږي او برېښنا شرکت به یې د شبکې اصلاح او نوې پراختیا برخو کې وکاروي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د برېښنا مېترونو برخه کې پېرودونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د نوو مېترونو واردېدو او پېرودونکو ته وېشل کېدو سره به ټولې ستونزې حل او پېرودونکي به معیاري مېترونه په مناسبه بیه تر لاسه کړي.

Views: 39

Exit mobile version