Pajhwok Afghan News

بادغیس کې دوه ماشومان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

قلعه‌نو (پژواک، ۱۵غبرګولی ۱۴۰۳): په بادغیس کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه ماشومان په اوبه کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په چیچل سیمه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان چې خوړ ته د لامبو لپاره تللي وو، په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

سرچینې په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې بادغیس ولایت کې د اوړي موسم دی او دغه موسم کې یو شمېر اوسېدونکي د لامبو وهلو لپاره خوړونو ته ځي.

Views: 6

Exit mobile version