Pajhwok Afghan News

د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې کېبلي پل جوړېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار چارواکي وايي، د مومندرې ولسوالۍ په باسول سيمه کې پر هغه ځای کېبلي پل جوړېږي چې تېره اونۍ په کې یوه کښتې ډوبه شوې وه.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د غبرګولي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته رالېږلې خبرپاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعيسی ثاني، د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخوند، د رياست‌الوزاراء استازي ملا لعل‌محمد اخوند او يو شمېر نورو چارواکو د مومندرې ولسوالۍ د باسول بېلې سيمې ته سفر کړی و.

د سرچينې په وينا، د ټولګټو وزارت سرپرست د یاد وزارت تخنیکي ټیم ته لارښوونه وکړه چې په یاده سیمه کې دې له سروې وروسته د یو کیبلي پل جوړولو برخه کې لازم اقدام وکړي څو هېوادوالو ته د تګ راتګ برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي هم غوښتنه کوي چې دغه چاره بايد ژر تر ژره ترسره شي.

نقيب‌الله چې د لعلپورې ولسوالۍ د چکنور سيمې اوسېدونکی دی او ښار ته د تګ راتګ لپاره له کښتۍ په ګټې اخیستو پر کابل سيند را اوړي، وايي، دغه سيمه کې د پل جوړېدل د دواړو خواوو د خلکو شديده اړتيا ده.

هغه پژواک ته وويل: «موږ مخکې هم دا غوښتنه کړې وه، اوس يې هم غوښتنه کوو چې دغه ځای کې دې يو پل جوړ شي. د لعلپورې ولسوالۍ عمومي پل زموږ له سيمې ډېر لرې دی.»

د يادونې ده چې تېره اونۍ په دغه سيمه کې يوه کښتۍ په سيند لاهو شوې وه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې لږ تر لږ ۳۰ کسان غرق شوي وو چې څه يې ژوندي را وایستل شول، لس کسان يې ټپيان شول او له لسو زيات په کې مړه شول.

Views: 8

Exit mobile version