Pajhwok Afghan News

سرپل کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې

سرپل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): سرپل کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سیاد ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن د چاقو په ګزارونو وژلې ده.

د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله علمیار پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د دغه ولایت په سیاد ولسوالۍ کې یوه سړي له لفظي شخړې وروسته خپله مېرمن د چاقو په ګزارونو وژلې ده.

هغه زیاته کړه، د سیاد ولسوالۍ پولیسو د یادې مېرمن خاوند نیولی دی.

د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې له پلټنو وروسته به د تورن کس دوسیه عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

Views: 10

Exit mobile version