ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«که ا.ا په رسمیت وپېژندل شي روسیه به په شانګهای سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب ملاتړ وکړي»

«که ا.ا په رسمیت وپېژندل شي روسیه به په شانګهای سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب ملاتړ وکړي»

author avatar
6 Jun 2024 - 12:02
«که ا.ا په رسمیت وپېژندل شي روسیه به په شانګهای سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب ملاتړ وکړي»
author avatar
6 Jun 2024 - 12:02

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، که اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د شانګهای همکاریو له سازمان سره د افغانستان د یوځای کېدو ملاتړ وکړي.

د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو په صورت کې به د مسکو دغه ملاتړ ګټور تمام شي.

کابلوف ویلي: «که طالبان چې اوس په روسیه کې غیرقانوني دي، په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان غړیتوب ملاتړ وکړي.»

د هغه زیاته کړې، د دې لپاره چې د شانګهاى همکاريو سازمان يو اقتصادي سازمان دى، نو افغانستان باید لومړی خپل‎ اقتصاد منظم کړي ‎څو د دغه سازمان نور غړي هېوادونه ‎د افغانستان بشپړ غړیتوب منطقي وګڼي.

د اسلامي امارت چارواکو دا ډول څرګندونې یو مثبت اقدام بللی او ویلي یې دي، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د ستونزو هواري یوازېنۍ لاره د اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا کېدای شي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند او پاکستان د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي او افغانستان له څلورو نورو هېوادونو سره په دغه سازمان کې د څارونکو رول لري.

کابلوف له دې مخکې ټاس ته ویلي وو چې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته راپور ورکړی چې ښايي اسلامي امارت د ممنوعه سازمانونو له نوملړه وایستل شي، وروسته د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف ویلي وو چې دغه نوښت د ښکاره واقعیت منعکسوونکی دی.‎

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.