ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف: غزه کې ۹۰ سلنه ماشومان کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري

یونیسف: غزه کې ۹۰ سلنه ماشومان کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري

author avatar
6 Jun 2024 - 16:38
یونیسف: غزه کې ۹۰ سلنه ماشومان کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري
author avatar
6 Jun 2024 - 16:38

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، غزه کې له هرو لسو ماشومانو نهه یې کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري.

یاد سازمان نن (پنج‌شنبه) په یوه راپور کې لیکلي چې غزه کې د جګړې وحشتناکې اغیزې په چټکۍ سره ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ کوي.

د یاد سازمان د راپور له مخې، غزه کې نښتو د غزې ماشومانو او د هغوی کورنیو ته ناوړه پایلې لرلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو څو ځله په غزه کې د بشردوستانه مرستو دوام لپاره د ښه لاسرسي د تضمین په موخه د هڅو غوښتنه کړې وه.

غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییل په برېدونو کې تراوسه څه باندې ۳۶ زره او ۵۰۰ فلسطیني وګړو ژوند بایللی دی.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.