ایبک (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): سمنګان کې سرچينې وايي چې د دغه ولایت اړوند د ایبک – بغلان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ۷ کسان ټپيان شوي دي.
د سمنګان د ولايتي روغتون امر ډاکټر سيدعثمان حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن د سمنګان – بغلان پر لويه لار د دوو سراچو موټرونو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ۷ کارګران چې د غنمو لو لپاره بغلان ته روان وو، ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره، د پېښې ټپيان د بلخ ولايت اوسېدونکي دي چې د درملنې په موخه د سمنګان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
حميدي زیاته کړه چې د درېیو ټپيانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن