ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیت شورا د اسلامي امارت پر څلورو لوړپوړو چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړي

امنیت شورا د اسلامي امارت پر څلورو لوړپوړو چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړي

author avatar
7 Jun 2024 - 11:49
امنیت شورا د اسلامي امارت پر څلورو لوړپوړو چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړي
author avatar
7 Jun 2024 - 11:49

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا پر سیاسي مرستیال، دوو سرپرست وزیرانو او استخباراتو لوی ریاست پر سرپرست د سفر بندیزونه لرې کړي دي.

ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د (جون ۵مه) د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت پر سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو لوی ریاست سرپرست عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزارت پر سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب د سفر بندیزونه لرې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت پر دغو غړو د سفر بندیز معافیت سعودي عربستان ته د حج اداکولو په موخه تصویب شوی دی.

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد نن پژواک خبرې اژانس ته په دې اړه وویل: «هو کېدای شي دا دقیق وي؛ ځکه دوی سفرونه لري حج ته تللي او ځینې یې روان دي.»

هغه زیاته کړه: «خلیفه صاحب خو په دوبی کې دی او کېدای شي دقیق وي.»

دا په  داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي و چې هېوادونه باید د اسلامي امارت د هغو چارواکو د سفر لپاره اجازه واخلي چې د بندیزونو په نوملړ کې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر متحده عربي اماراتو ته د حقاني د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «زه غواړم ووایم، هغه هېوادونه چې د هغو طالبانو کوربه‌توب کوي چې د ملګرو ملتونو له لوري پرې بندیز لګول شوی، د دغه سازمان د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې له لایحې سره سم باید د یو مشخص بهیر په ترڅ کې د هغوی د سفر لپاره اجازه ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې، دا مهمه ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دغه قوانین مراعات کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني دوه ورځې مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د دغه هېواد له مشر محمد بن زاید النهیان او نورو چارواکو سره کتلي دي.

Views: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.