ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د نیزې‌وهنې سیالۍ د قره‌باغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

غزني کې د نیزې‌وهنې سیالۍ د قره‌باغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): غزني کې د سپورټ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د شپږو ولسوالیو نیزه‌بازانو ترمنځ سيالۍ د قره‌باغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د بدني روزني او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د غزني د مرکز اړوند زرګرو دښته کې د مرکز په ګډون د قره‌باغ، ګيرو، جاغوري، اندړو، ده‌یک او واغظ ولسوالیو نیزه‌بازانو ترمنځ سیالۍ وشوې چې د قره‌باغ ولسوالۍ نیز‌ه‌بازانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

نوموړي وویل، په دې سیالیو کې نهه لوبډلو ګډون کړی و چې په هره لوبډله کې دوولس نیزه‌بازان لوبېدل.

هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او دې دودیزې لوبې ته د ودې ورکولو په موخه جوړې شوې وې.

ورته مهال، نیزه‌بازان هم په دې سیالیو کې له ګډونه خوښ دي او غوښتنه کوي چې دا ډول لوبې دې لا ډېرې شي.

د یادونې ده، نيزه‌وهنه د افغانستان یوه له دودیزو لوبو ده چې د غزني ترڅنګ د هېواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې ترسره کېږي او ډېر مینه‌وال لري.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.