پلعلم (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر پوهني رياست وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت شپږو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر پوهنې رياست وياند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شپږ ښوونځي په مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړیږي.
هغه زیاته کړه: «دا ښوونځي د پوهنې ریاست د پرلهپسې غوښتنو او هلوځلو په نتيجه کې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د ماشومان ملاتړ صندوق (UNICEF) په مالي ملاتړ د (HHOA) موسسې په همکارۍ د شاوخوا ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.
عرب زياته کړه چې په دغو ښوونځیو کې د پلعلم پښتوناباد، ده مغلان، بيبي عایشه، احمدجان او کمالخېل او په محمداغې ولسوالۍ کې د صالحمحمد ښوونځي شامل دي.
هغه دغه راز وايي، یاد ښوونځي به په یو یو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او هر یو به یې شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال، د لاس مینځلو ځایونه او د لمريزې برېښنا سیستمونه ولري.
پوهنې رياست وياند زياتوي، د ښوونځیو په جوړېدو سره به د شاوخوا ۱۰ زره زدهکوونکو د سرپناه ستونزه هواره او هم به ورته د زدهکړو لازم او خوندي چاپېریال برابر شي.
د یادونې ده، لوګر کې دا مهال ټول ۲۸۲ ښوونځي دي چې ۸۲ یې لا هم ودانۍ نه لري.
Views: 19