Pajhwok Afghan News

«نیمروز کې سږ کال د تېر کال په نسبت د هندواڼو او خټکیو حاصلات ۵۰ سلنه ډېر شوي»

زرنج (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د نیمروز د کرنې ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت پر شاوخوا ۲۰ زره هکتار ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي چې د ډېرو اورښتونو له امله یې حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.

د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر هارون یوسفي پژواک خبري اژانس ته وویل، نیمروز کې د اوبو له جاري کېدو وروسته بزګرانو د خټکیو او هندواڼو کرلو ته مخه کړې؛ ځکه د غنمو کرلو وخت تېر شوی و.

د هغه د معلوماتو له مخې، نن د نیمروز په مرکز او ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲۰ زره هکتار ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي دي.

هغه په روان کال کې د هندواڼو او خټکیو د حاصلاتو ټاکلې اندازې له ویلو پرته زیاته کړه: «له ځمکوالو د لاسته راغلو معلوماتو له مخې، سږ کال د تېر کال په پرتله د هندواڼو او خټکیو حاصلاتو کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی چې ډېر حاصلات یې د زرنج، برجک او چخانسوز ولسوالیو له ځمکو ترلاسه شوي دي.»

خو هغه وايي، تېر لمریز کال پر څه باندې ۱۸ زره او ۸۰۰ هکتار ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي وو چې حاصلات یې څه باندې ۶۰ زره او ۲۰۰ ټنه وو خو سږ کال به حاصلات له دې څو چنده ډېر وي.

هغه زیاته کړه: «د نیمروز ځمکوال وايي چې سږ کال یې له ځمکو دېر حاصلات ترلاسه کړي چې کابل، هرات، کندهار، فراه، میدان‌وردګ، غزني او نورو ولایتونو ته مو د هندواڼو صادرات درلودل.»

د هغه په وینا، د هندواڼو او خټکیو بیې هم ټیټې شوې دي.

په چخانسور ولسوالۍ کې یو ځمکوال محمدغفور وايي چې سږ کال یې پر ۳۰۰ جریب ځمکه هندواڼې او خټکي کرلي چې تر اوسه یې په ۱۵ ورځو کې ۲۰۰ ټنه خټکي او هندواڼې له ځمکو ټول کړي او بازار ته یې عرضه کړي دي.

هغه د تېر کال په پرتله د سږ کال حاصلاتو ډېرېدو ته په اشاره زیاته کړه: «تېر کال له دې ځمکې ۱۰ ټنه حاصل هم ترلاسه نه شو، اوبه نه وې، د هندواڼو او خټکیو ټول پالېزونه وچ شول.»

ورته مهال، د زرنج ښار د نوک‌جو سیمې یو ځمکوال عبدالباري وايي: «سږ کال د ولسوالیو په پرتله د زرنج ښار هندواڼې ژر بازار ته ورسېدې او په لوړه بیه وپلورل شوې.»

هغه په داسې مهال چې د سږ کال له کښت او کرنې یې خوښي وښوده وویل: «ما پر ۲۰۰ جریب ځمکه خټکي، هندواڼې او غنم کرلي، د یوې اونۍ په لړ کې له خپلو پالېزه ۱۰ ټنه هندواڼې او خټکي چې نږدې ۱۰ موټره کېږي، پلورم او هر موټر په ۱۵ زره افغانۍ پلورم.»

د عبدالباري په باور، که په نیمروز کې دوامداره اوبه وي، دغه ولایت به یو ځل بیا د تېر په څېر د اسیا د غلې ګودام لقب خپل کړي.

په زرنج ښار کې هندواڼې‌پلورونکي عبدالله وویل: «تېر کال هندواڼې کمې وې، یوه کیلو ۱۵ تر ۲۰ افغانیو پلورل کېده، نورو ولایتونو ته مو صادرات نه درلودل خو سږ کال د دغه محصول ډېرېدل د دې لامل شوي چې د بازار دننه یو کیلو یې په ۴ یا ۳ افغانیو پلورل کېږي.»

Views: 10

Exit mobile version