Pajhwok Afghan News

د بډمنټون ملي لوبډله په براکس سیالیو کې د ګډون په موخه روسیې ته لاړه

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د بډمنټون اووه کسیزه ملي لوبډله د براکس په سیالیو کې د ګډون په موخه روسیې ته لاړه.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په همکارۍ د بډمنټون اووه کسیزه لوبډله په براکس سیالیو کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته ولاړه.

سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي چې د جون میاشتې په ۱۳مه پیلېږي او پنځه ورځې به دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس لوبغاړو د مالدیف په کوربه‌توب د سوېلي اسیا په سیالیو کې د سرو زرو درې، د نقرې پنځه او د برنزو درې مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.

Views: 16

Exit mobile version