کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې کابل ښار کې یې یو «حرفهیي» کوډګر نیولی دی.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ د کابل ښار د دیارلسمې حوزې محتسبینو یو حرفهیي کوډګر نیولی دی.
خبرپاڼه کې راغلي: «دغه کس د اسلامي شریعت خلاف په سحر او جادو لاسپورې کړی و چې د دیارلسمې حوزې د امربالمعروف آمریت مسوولینو له خوا د سحر او جادو کولو پر مهال نیول شوی او د قانون منګلو ته سپارل شوی دی.»
سرچینې د محتسبینو له قوله لیکلي، له دغه کس څخه چې کوم کتاب او اسناد ترلاسه شوي، ښيي چې ده ډېر ځوانان له خپلو ښځو جلا کړي او د هغوی د کورنیو ترمنځ یې اختلافات پیدا کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په ټول هېواد کې د کوډګرو فعالیت منع اعلان کړ.
Views: 23