مزارشریف (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د «مولانا جلالالدین محمد بلخي» په نوم د کورنیو تولیداتو او د متشبثو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو.
د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي وايي چې یاد نندارتون له کوچنیو سوداګریو د ملاتړ، د کورنیو تولیداتو پېژندنې او کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره پرانیستل شوی دی.
په یاد نندارتون کې چې د کار نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ پرانیستل شوی، د درېیو ورځو لپاره په ۱۳۰ غرفو کې کورني تولیدات او لاسي صنایع د خرڅلاو لپاره نندارې ته کېښودل شوي دي.
د یادو ۱۳۰ غرفو له ډلې څه کم ۸۰ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.
هغو ښځو چې په یاد نندارتون کې یې ګډون کړی، داسې پروګرامونه د کورنیو تولیداتو سره د خلکو اشنا کېدو او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا لپاره اغېزناک بولي.
له یادو مېرمنو له ډلې صالحه غلامي وايي چې د داسې نندارتونونو جوړول کولای شي له هغوی سره د بازارموندنې برخه کې مرسته وکړي.
ورته مهال، ځیني صنعتګرو د ورته توکو واردول، د سفر ویزې محدودیتونه او د خامو توکو د برابرولو ستونزې د خپل کار پر وړاندې له عمده ننګونو څخه بولي.
هغوی وايي چې که څه هم هېواد کې تولید شوي توکي د کیفیت له اړخه د بهرني تولیداتو په پرتله ښه دي، خو اوس هم د بهرنیو تولیداتو بازار ګرم دی.
بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو جوړولو مسوول خادم محمدعابد د ځانبسیاینې لپاره له کورنیو تولیداتو پر استفادې د ټینګار ترڅنګ وايي چې ټاکل شوې په روان کال کې د هېواد دننه او بهر ۵۰ نندارتونونه جوړ کړي.
له دې ټولو سره سره هېواد کې د کار نړۍوال سازمان مسوول رامین بهزاد د متشبثینو د ظرفیت له لوړېدو د ملاتړ او د کاري فرصتونو پر برابرېدو ټینګار کوي او وايي چې تېرکال یې څه کم لس زره دندې رامنځته کړې دي.
بهزاد دغه راز وویل چې په یاده موده کې د ۳۴۰۰ ښځو په ګډون ۴۶۰۰ کسانو د کارافریني، د متشبثو ښځو د پیاوړتیا او مالي پوهې په اړه روزنه لیدلې ده.
Views: 13