Pajhwok Afghan News

ایران‌ایر هوايي شرکت په لومړي ځل کابل ته الوتنې پيل کړې

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې ایران‌ایر هوايي شرکت په لومړي ځل کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ايران‌اير نړۍوال هوايي شرکت په لومړي ځل د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته الوتنې پيل کړې او په اونۍ کې به يوه الوتنه ولري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ايران ته د اريانا افغان او کام‌ایرهوایي شرکتونو ترڅنګ د دغه هېواد ماهان، کېش او یزد شرکتونه هم الوتنې لري چې سوداګرو او نورو مسافرو ته د پام وړ اسانتياوې برابرې شوې دي.

Views: 36

Exit mobile version