ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست لرو پرتو سیمو خلک: د نسايي ولادي خدمتونو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ یو

د خوست لرو پرتو سیمو خلک: د نسايي ولادي خدمتونو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ یو

author avatar
20 Jun 2024 - 10:44
د خوست لرو پرتو سیمو خلک: د نسايي ولادي خدمتونو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ یو
author avatar
20 Jun 2024 - 10:44

خوست ښار (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د خوست د لرو سیمو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د لومړنيو روغتيايي خدمتونو په ګډون نسايي ولادي خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

هغوی زیاتوي، په ډېرو لرو پرتو سيمو کې يا روغتيايي کلينيکونه نشته او که شته هم د نسايي ولادي څانګې نه لري چې له امله یې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دوی له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د یادو لرو پرتو سيمو له ډلې يوه هم ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې سيمه ده.

د دې سيمې يوه اوسيدونکي بادشاه پژواک اژانس ته وويل چې د نورو روغتيايي اسانتیاوو سربېره د نسايي ولادي برخې روغتيايي خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

هغه وايي، ځيني وخت يې ناروغان د لارو خرابوالي او د ښځينه ډاکټرانو نشتوالي له امله په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دی وايي: «ولادي مشکلات پېښېږي، دا یوه داسې مریضي ده چې هيڅ وخت نه لري، شپه ورځ یې نه ده معلومه، په خپل وخت یې نه شي رسولی خو دا خلک ډاکټر ته پر خپل وخت لاسرسی نه لري.»

دغه راز، د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيف‌الله خان بيا پژواک اژانس ته وويل که څه هم په سيمه کې يې روغتيايي مرکز شته، خو ښځينه کارکوونکې نه لري.

هغه وويل، په ډېرو سختيو د نسايي ولادي برخې ناروغان تر ښاره رسوي.

نوموړی له مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې د نورو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ دې د لرو پرتو سيمو کلينيکونو کې نسايي ولادي ډاکټرانې هم پر دندو وګوماري.

هغه زياتوي: «دلته د شپې بېخي څوک نشته چې د ښځنیه‌وو علاج وکړي، د ولادت ناروغي پېښه شي نو موږ یې سمدستي بې سرحده یا د خوست مرکزي روغتون ته وړو، نو دلته موږ روغتیايي مرکز نه لرو چې د زنانه وو علاج وشي.»

په همدې حال کې، د دغه ولايت ځینې ښځينه مدني فعالانې هم په دې برخه کې خپله اندېښنه څرګندوي.
هغوی وايي، سره له دې چې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر فارغې نرسانې او قابلې شته خو بيا هم دا ستونزه نه ده حل شوې.

يوې مدني فعالې ناديې باوري پژواک ته وويل چې حکومت بايد د لرو پرتو سيمو اوسېدونکو لپاره د نسايي او ولادي برخه کې لازم روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

هغې وويل: «په دې برخه کې لرو پرتو سيمو کې ستونزې شته، حکومت بايد کميونيټي ميډوايفې ورته وټاکي او مستقل ځايونه ورته اماده کړي، څو خلکو ته له نږدې خدمات وړاندې کړي. دلته موږ مېدوايفې زياتې لرو خو امکانات ورته نشته چې دوی هلته خلکو ته خدمات وړاندې کړي.»

دغه راز، د دغه ولايت يو بل ټولنيز فعال نقيب‌الله ځلاند هم پژواک ته وويل چې د خوست په ډېری لرو پرتو سيمو کې د نسايي ولادي برخه کې خدمات نه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، حکومت ته په کار ده چې دې برخې ته د مرستندويه بنسټونو پام ور واړوي، څو د مور او ماشوم د مړينې کچه هم ورسره راټیټه شي.

دی وايي: «په لرو پرتو سيمو کې ځیني وخت ماشومان او میندې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، يو علت يې دا دی چې هلته نږدې کلينيکونه نشته او بل ښار ته لار اوږده ده، په کار دا ده چې په دې برخه کې پانګونه وشي، څو اطرافي خلک له دې ستونزې خلاص شي.»

بل لور ته، د خوست عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وايي، په نسايي ولادي برخه کې په ټولو ولسوالیو او سیمو کې روغتیايي مرکزونه فعال دي او د خلکو لپاره لازم خدمات وړاندې کوي.

د خوست عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب‌الله معصوم په دې اړه پژواک ته وویل، دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې ټولو سیمو ته خپل خدمات پراخ کړي.

هغه وويل: «موږ په عموم کې د نسايي ولادي برخه کې کافي کار کړی، په ولسوالیو او هم لرو اطرافي سیمو کې او په هغو کې په ځينو ساحو کې تقریباً موږ ۵۴۴ داسې ولادتونه ترسره کړي چې مېډوایفه مو کورونو ته لېږلې او هلته ولادت یې ورکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د خوست په ځینو لرو پرتو سیمو کې يو شمېر داسې روغتیايي مرکزونه هم شته چې ودانۍ یې کلونه وړاندې جوړې شوې خو تر اوسه په کې روغتیايي خدمتونه نه دي پيل شوي.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.