ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د م.م راپور او د ا.ا غبرګون

افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د م.م راپور او د ا.ا غبرګون

author avatar
21 Jun 2024 - 22:19
افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د م.م راپور او د ا.ا غبرګون
author avatar
21 Jun 2024 - 22:19

کابل (پژواک، ا چنګاښ ١٤٠٣): د م.م عمومي منشي د امنیت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې ادعا کړې چې افغانستان کې امنیتي پېښې تر ٥٥ سلنه ډېرې شوي، خو د کورنیو چارو وزارت دغه راپور له واقعیتونو لرې بولي.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش له خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې راغلي: “د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له لومړۍ د مې میاشتې تر ۱۳ مې پورې ملګرو ملتونو د امنیت اړوند ۲۵۰۵ پیښې ثبت کړي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي.”

په دې راپور کې راغلي چې په دغه موده کې د نشه يي ټوکو اړوند پیښې له ۲۱۲ څخه ۴۱۸ پیښو او د وسله والو نښتو شمېر له ٧٥ څخه ۱۰۶ ته لوړ شوی، خو په لاس د جوړو شووو بمي چاودونو په شمیر کې ۳۴ سلنه کموالی راغلی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ادعا کړې چې په ياده موده کې “د افغانستان د ازادۍ جبهې” ۱۴ او “د مقاومت جبهې” ٢٩ بریدونه کړي.

په دې راپور کېراغلي چې يادو دواړو ډلو په ۲۲ بریدونو کې لاسي بمونه کارولي او په اوو نورو بریدونو کې یې په لاس له جوړو شویو بمونو کار اخیستی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دغه راپور کې ویلي چې داعش د فبرورۍ له ۲۸ مې د مې میاشتې تر ۱۵مې شپږ بریدونه کړي دي.

سرچینه ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د اسلامي امارت ۲۵ امنیتي کسانو او شپږو ملکي وګړو ژوند بایللی، ٤٥ امنیتي کسان او لس ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې د مې میاشتې تر ۱۳ مې ۳۱ امنیتي پیښې یې ثبت کړي چې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو یې اغیز کړی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ادعاوې ټولې ردوي او له حقیقت څخه لرې دي.
هغه وویل: «الحمدالله کوم امنیت چې په افغانستان کې ټینګ شوی بې نظیر دی، په دې وروستیو کې موږ امنیتي پېښې نه درلودې، البته ډېرې محدودې وې، کېدای شي هغه هم د اختطاف‌چیانو او یا هم له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې عملیاتونه په دغه راپور کې شامل شوي وي.»
هغه وویل چې ملګري ملتونه او اړوندې ادارې تل هڅه کوي چې د افغانستان وضعیت ناسم وښیي.
قانع هیله څرګند کړه چې یادې ادارې له واقعیتونو سره سمې څرګندونې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د یو بل راپور په اړه ویلي و چې دغه سازمان په خپل راپور کې د نشه يي توکو قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو عملیات هم په افغانستان کې په امنیتي پیښو کې حساب کړي دي.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.