کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام کې د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان پر بریا خوښي ښودلې او ټولو افغانانو ته یې د دې بریا مبارکي ویلې ده.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «درنو هېوادوالو د کرکټ اتلانو تاریخي بریا مو مبارک شه.»
نوموړي زیاته کړې، د کرکټ ملي لوبډلې په روان شلاوریز نړۍوال جام کې د اسټرالیا لوبډلې ته ماته ورکړه، د افغانستان د کرکټ اتلانو دې کور ودان وي چې نن يې یو ځل بیا د افغانستان نوم لوړ کړ او افغانانو ته يې خوشحالي ورکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یوه بله تاریخي بریا؛ افغانستان په لومړي ځل اسټرالیا ته ماته ورکړه.
هغه زیاته کړې، د کرکټ ملي لوبډلې نړۍوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او دا تاریخي بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
نوموړي ویلي، هیله ده د بریاوو دا لړۍ همداسې پسې وغځېږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، ټولو هېوادوالو ته دې د اسټرالیان پر وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې بریا مبارک وي، هیله ده لوبغاړي نورې بریاوې ولري.
دغه راز، تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د اسټرالیا پر وړاندې د کرکټ تاریخي بریا دې ټولو ته مبارک وي.
ورته مهال، مخکني ولسمشر محمداشرف غني پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د شلاوریزو نړۍوالو لوبو دا سیالي چې د نړۍ اتله د اسټرالیا لوبډله پهکې زموږ لوبغاړو ته وپرځېده، د کرکټ تاریخي شېبه ده، ګرانو لوبغاړو، مینهوالو او ټولو هېوادوالو ته یې له زړه مبارکي وایم.»
د کرکټ ملي لوبډلې د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان هم پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «ګرانه وطنه، له اسټرالیا څخه د تاریخي لوبې ګټلو مبارکي درته وایم، ګرانو وطنوالو، خوشحاله یم چې یو ځل بیا مو ستاسو پر شونډو مسکا راوسته.»
دغه راز، د اسټرالیا لوبډلمشر مېچل مارش د افغانستان له لوري له ماتې وروسته په خبري کنفرانس کې ویلي چې افغانستان ښه لوبډله ده، ښه لوبغاړي لري او په وروستیو کلونو کې یې له ښو لوبډلو سره ښې لوبې کړې، باید د بري کریډېټ ورکړل شي.
د کرکټ نړۍوالې شورا هم د افغانستان له بریا وروسته د خپلې فېسبوکپاڼې په «کاور فوټو» د افغان لوبغاړو ګلبدین نایب او رحمانالله ګربز عکسونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
دغه راز، له یادې بریا وروسته په کابل، خوست، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک سړکونو ته راووتل او په خوښیو او ولولو یې دا بریا ونمانځله.
Views: 19