Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې د تازه ميوو يو ورځنی نندارتون جوړ شو

جلال‌اباد (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت د اوړي موسم د تازه ميوو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.

دا نندارتون چې نن د چنګاښ په ۴مه د ننګرهار ولایت مقام کې جوړ شوی و، د دغه ولایت د اوړي موسم انګور، انځر، الوچې او نورې مېوې پکې نندارې ته اېښودل شوې وې.

د ننګرهار ولایت د کرنې رييس مولوي عبدالولي محسن وويل، په ننني نندارتون کې د اوړي موسم هغه مېوې نندارې ته اېښودل شوي چې تازه رسېدلې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو ميوو کې شپږ ډوله الوچې، دوه ډوله انګور او يو ډول انځر شامل دي.

د ياد نندارتون پرمهال د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري رسنيو سره په خبرو کې وويل چې له دغه نندارتون څخه موخه هېوادوالو ته د خپلو مېوو په اړه د معلوماتو ورکول او ورته پيغام رسول دي چې په مناسبو سيمو کې د دغو ميوو باغونه جوړ او پرمټ يې حلال رزق ترلاسه کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو رييس مولوي طلحه چې په دغه پروګرام کې د ګډون په موخه ننګرهار ته تللی وايي، هڅه کوي په دغه ولايت کې د خرما او ستروسو بېلابېلو ډولونو نوي بڼونه جوړ کړي.

هغه همداراز وویل چې کروندګرو او بڼوالو ته به د ښه حاصل او بازار موندنې په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

د يادونې ده چې د ننګرهار کرنې رياست د بڼوالۍ پراختيايي مرکز اړوند فارم جديد کې اووه ملي کليکسيونونونه او اووه بڼونه دي چې د انار ۷۹، ستروسو ۷۶، املکو ۲۴، زيتون ۱۰، خرما ۶، لوکاټ ۱۲، انځر ۱۶، شفتالو ۸، زردالو ۸، الوچه ۸، انګور ۲، ناک یو او د زردالو ۷ ډولونه پکې تر څېړنو لاندې دي.

Views: 18

Exit mobile version