کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): باوري سرچینې وایي، د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی جرمني او د امریکا متحده ایالتونو ته له سفر وروسته نن مازدیګر بېرته کابل ته راستون شو.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د غویي په ۳۱مه د سترګو درملنې په موخه جرمني ته ولاړ خو وروسته له هغه ځایه د خپل مشر ورور قیوم کرزي جنازه کې د ګډون په موخه د امریکا متحده ایالتونو تللی و.
دوو باوري سرچینو پژواک خبري اژانس ته وویل چې حامد کرزی نن مازدیګر څلور بجې د کابل هوایي ډګر له لارې بېرته کابل ته راستون شو.
Views: 33