Pajhwok Afghan News

متقي په کابل کې د یونما له مشرې سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د یونما له مشرې سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي دي.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د یونما مشرې مېرمن روزا اتنبایوا او مل پلاوي سره ولېدل.

سرچېنې لیکلي چې په دې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوحې راتلونکې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د ګډون ترڅنګ د اجنډا پر ټکو او نورو اړوند مسایلو خبرې اترې وکړې.

متقي ویلي، د ا.ا.ا. پلاوی به د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر او د افغانستان بانک د استازو په ګډون دوحې ناسته کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت پلاوي د اجنډا پر دواړو ټکو؛ د نشه‌یي توکو پرضد مبارزه او مالي بانکي بندیزونه او د خصوصي سکټور د ودې په لار کې د خنډونو په اړه پوره چمتووالی نیولی دی.

بهرنیو چارو وزارت لیکلی، روزا اتنبایوا هم د دوحې ناسته یو ښه فرصت وباله چې لوري په کې خپل نظریات شریک کړي او پر مسایلو بحث وکړي او پایله‌لرونکې خبرې اترې ولري.

Views: 18

Exit mobile version