Pajhwok Afghan News

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ پزشکیان له جلیلي مخکې شوی

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیي چې مسعود پزشکیان د پنځه میلیون او ۳۵۴ رایو په ترلاسه کولو سره له سعید جلیلي څخه مخکې شوی دی.

ایسنا اژانس راپور ورکړی چې په ټوله کې ۱۲ میلیون او ۵۷ زره او ۸۴۳ رایې شمېرل شوې دي.

د راپور له مخې، په یادو رایو کې پنځه میلیون او ۳۵۴ د پزشکیان او څلور میلیون او ۸۷۵ زره او ۲۶۹ د سعید جلیلي وې.

راپور کې راغلي، محمدباقر قالیباف یو میلیون او ۶۲۰ زره او ۶۲۸ او مصطفی پور محمدي هم ۹۵ زره او ۱۷۲ رایې ترلاسه کړې دي.

یادې پایلې نن سهار د ایران په وخت ۶:۵۸ دقیقې خپرې شوې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رای اچونه تېر سهار (جمعه) ۸ بجې پیل شوه او د تېرې شپې تر ۱۲ بجو یې دوام درلود.

د یادونې ده چې یادو ټاکنو کې د ایران دننه او بهر څه باندې ۶۱ میلیون کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

Views: 11

Exit mobile version