کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک سرپرست د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه جیبوټي هېواد ته ولاړ.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه بانک سرپرست هدایتالله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي، دا کلنۍ غونډه په جیبوټي هېواد کې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د اسلامي مالي خدمتونو بورډ او د دغه هېواد د مرکزي بانک له لوري جوړېږي چې په ترڅ کې به یې د بورډ د تېر کال پر اجراتو او مالي راپورونو بحثونه تر سره او بیا تصویب شي.
خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د بورډ غړي هېوادونه به د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په رڼا کې د اسلامي بانکوالۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکوالۍ د ډیجیټلایزیشن اثر او په نړۍواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحثونه ترسره شي.
د یاد بانک د معلوماتو له مخې، د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) یوه نړۍواله اداره ده چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت د سلامت او ثبات پیاوړتیا لپاره معیارونه چمتو کوي او خپروي. دا معیاورنه د اسلامي شریعت او اصولو په چوکاټ کې د بانکوالۍ سکتور، مالي بازارونو او بیمې برخه کې د هغو مؤسساتو لپاره رامنځته کېږي چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت برخه کې فعالیتونه تر سره کوي.
د یادونې ده چې د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړۍوالې ادارې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ (IFSB) غړیتوب لري.
Views: 14