کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دوحې درېیمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته ویلي، دغه غونډه د ا.ا د رسمیت پېژندنې په معنا نه وه، دغه کار په غړو هېوادونو پورې اړه لري خو نړۍ ته افغانان مهم دي چې باید بشري مرستې ورسره دوامداره شي.
د اسلامي امارت ویاند هم د دوحې ناستې له پای ته رسېدو خبر ورکوي او وایي چې د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسول شو.
دغه غونډه تېره ورځ پیل شوې وه او نن پای ته ورسېده.
په یاد غونډه کې د اسلامي امارت ذبیحالله په مشرۍ افغان پلاوي او د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو برخه اخېستې وه او د غونډې مشري د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله رزماري اینډيکارلو کوله.
هغې د یادې غونډې له پای وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، هیله لري چې له افغان پلاوی سره د ترسره شویو خبرو او تعامل له لارې به د حکومتولۍ په برخه کې پرمختګونه راشي.
د هغې په خبره، که څه هم دا د دوحې درېیمه ناسته ده، خو په لومړي ځل د دې فرصت برابر شو چې نړیواله ټولنه او د افغانستان واکمن چارواکي په دومره تفصیل سره خبرې اترې وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ویلي، د دوحې ناستې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده او د نړۍ لپاره د افغانستان خلک مهم دي او دوی ته باید بشري مرستې دوام ولري.
هغې زیاته کړې: «د دې غونډې یوه موخه دا وه چې موږ له ټولو افغانانو سره په تعامل کې پاتې شو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونه فعال دي او د رسمیت پېژندې موضوع د ملګرو ملتونو کار نه دی، بلکې دا هغه چاره ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه یې باید وکړي، او دا د هغوي پرېکړه ده چې په افغانستان کې اوسنی حکومت په رسمیت پیژني او که یې نه پیژني، زموږ مسوولیت دا دی چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل رامنځته کړو.»
اینډيکارلو ویلي، په افغانستان کې اوسنی شته امنیت نه یوازې د ګاونډیو هېوادونو لپاره بلکې د نورو هېوادونو لپاره هم مهم دی.
هغې دغه راز د اسلامي امارت له پلاوی غوښتي چې د نجونو پر زدهکړو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او په وینا یې، هیله لري چې ډېر ژر دغو غوښتنو ته پام وشي.
د هغې په خبره، له زدهکړو او کار څخه د نجونو او ښځو راګرځول د افغانستان د پرمختګ په لار کې یو خنډ دی.
بل خوا اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دوحې ناسته پای ته ورسیده. او د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسیدل.
هغه لیکلي، افغانستان د خصوصي سکتور سره د همکارۍ او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته ضرورت لري چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه.
Views: 21