Pajhwok Afghan News

د دوحې درېیمه ناسته کې د افغانستان په اړه د یو شمېر هېوادونو د استازو نظرونه

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې درېیمه ناسته کې د یو شمېر هېوادونو د استازو څرګندونو کې د پام وړ مثبت ټکي تر سترګو شول چې له اسلامي امارت سره د تعامل د دوام او پراختیا اراده څرګندوي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته تېره ورځ ماښام پیل شوه او نن له غرمې وروسته پای ته رسېږي؛ په دې غونډه کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ افغان پلاوي او د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ګډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د دوحې درېیمه ناسته کې د ګڼو هېوادونو د استازو څرګندونو کې د پام وړ مثبت ټکي تر سترګو شول چې ښيي د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل د دوام او پراختیا اراده څرګندوي.»

جلالي دغه راز پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان په اړه د یو شمېر هېوادونو استازو څرګندونې هم خپرې کړې دي.

د روسيې استازي ضمیر کابلوف وویل چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني باید ازاده شي.

د چین استازي د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک راپورونه ډېر مسلکي او د ستاینې وړ وبلل.

د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ وویل، هېوادونو له افغانستان سره په درېیو کلونو کې میلیاردونه ډالره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، ده له اسیايي او نړۍوال بانکونو غوښتي چې کابل ته ولاړ شي او د بشري مرستو ترڅنګ تجارتي او اقتصادي کارونه وکړي.

د امریکا استازي د امنیت، د فساد مخنیوي او شفافیت برخو کې افغان حکومت بریالی وباله.

د بریتانیې استازي د افغان پلاوي له وضاحته مننه وکړه او زیاته یې کړه، په دې کار کوي څو له افغانستان سره د تحریمونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.

د ایټالیا استازي وویل، غواړي چې د افغانستان له سوداګرۍ وزارت سره له نږدې کار وکړي او زیاته یې کړه چې په دې ناسته کې د امارت د ګډون ملاتړ کوي او هغه د اقتصادي ملاتړ لپاره مهم بولي.

د قرغیزستان استازي د امارت د استازو پر ګډون خوښي وښوده او ملاتړ یې وښود.

د قرغیزستان استازي له هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته په لوړه کچه سفرونه وشي او دوی په دې باندې کار کوي.

هغه وایي، د هېوادونو دودونه، رواجونه او داخلي موضوعات باید هغوی ته پرېښودل شي.

قطر د ملاتړ ترڅنګ داسې ناستې مهمې وبللې.

د ایران استازي کاظمي قُمي وویل، دا حقیقت دی چې د افغانستان د ستونزو د حل یوازېنی حل اقتصادي قوت دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان اوسنی حکومت خپل سیاست اقتصاد محوره ګرځولی چې ښه ګام دی.

ده وویل، ایران سره له دې چې خپله له تحریمونو سره مخ دی، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو لکه برېښنا، چابهار بندر، افغانانو ته د تحصیلي فرصتونو چمتو کولو برخو کې همکاري کوي او سلګونه زره افغانانو ته یې په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د پاکستان استازي اصف دُراني افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: «موږ په اقتصادي لحاظ له افغانستان سره ولاړ یو.»

هغه وویل، په افغانستان کې د سترو پروژو ملاتړ او افغانانو ته د تحصیلي فرصتونو چمتو کولو کې مرسته کوي.

د پاکستان استازي زیاته کړه، له افغانستان سره باید د مرستو ملاتړ وشي او دغه کار د امنیت د دوام او ګواښونو د له منځه وړو برخه کې مؤثر دی.

د اسلامي امارت ویاند او د دوحې غونډې ته د تللي پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «نن غونډه ډېره ښه روانه ده، اکثرو هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور سره د حمایت پلوي وکړه، ژمنه وشوه چې له بانکي او اقتصادي لارو باید محدودیتونه لرې شي.»

هغه لیکلي، د روسيې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان دریځونه د ستایلو وو.

Views: 33

Exit mobile version