مزارشریف (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د تېر کال له پیل راهیسې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اورلګېدنې ۱۴۰ پېښې رامنځته شوې دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ پېښو ته د رسېدو او اطفایې مدیر عبدالمومن فیاض پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اورلګېدنې ۱۰۰ پېښې رامنځته شوې چې له امله یې خلکو ته د نهه میلیون افغانیو په ارزښت زیان اوښتی دی.
هغه زیاتوي چې د دوی د اور وژنې ډلې د شاوخوا ۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت د خلکو مال له سوځېدو ژغورلی دی.
فیاض دغه راز وویل، د روان کال له پیله بیا تر دې دمه په دغه ښار کې د اورلګېدنې ۴۰ پېښې رامنځته او له امله یې خلکو ته د دوه میلیون افغانیو په ارزښت زیان اوښتی او د اووه میلیون افغانیو په ارزښت توکي ژغورل شوي دي.
بلخوا، د دغه مدیریت یو کارکوونکی شاهمحمد په مزارشریف کې د اورلګېدنو لامل په دغه ښار کې د تودوخۍ لوړه درجه او د یو شمېر خلکو بېاحتیاطي بولي.
هغه وایي: «هوا ډېره توده ده، د برېښنا استفاده چې ډېره شي، خامخا شارټي رامنځته کېږي، یا هم ګازډبې د ډېرې ګرمېدو له امله چوي؛ ځکه پېښې ډېرې شوې خو خلک باید له احتیاطه کار واخلي؛ ځکه ډېری وخت اورلګېدنې د خلکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.»
نوموړی دغه راز زیاتوي، د مدیریت کارکوونکي یې شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او له خلکو غواړي چې د دې ډول پېښو رامنځته کېدو په صورت کې دې په بېړنۍ توګه د اطفایې ټیم ته خبر ورکړي.
بلخوا د مزارشریف ښار اوسېدونکي د اطفایې له خدماتو خوښي څرګندوي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی محمدصابر وایي، د اطفایې ټیم تل د اورلګېدنو پېښو ته پر وخت ځان رسوي خو زیاتوي چې خلک له برېښنا او ګاز څخه په سمه توګه استفاده نه کوي چې له امله یې اورلکېدنې رامنځته کېږي.
د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی دادالله هم وایي، ډېری خلک د برېښنا په صندوقونو او یا هم کور کې په خپل سر د برېښنا پر مزو او وسایلو لاس وهي چې له امله یې یادې پېښې رامنځته کېږي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې له برېښنا او ګاز څخه د استفادې په وخت کې له احتیاطه کار واخلي.
د یادونې ده، د مزارشریف ښار ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د اورلګېدنې پېښې کېږي چې لامل یې تر ډېره د برېښنا شارټي بلل کېږي.
Views: 6