کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، د ازبکستان، افغانستان، پاکستان او قطر تر منځ په دوحه کې څلور اړخیزه غونډه وشوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي، په دغه غونډه کې د افغان ټرانس پروژه چې له ازبکستان څخه به د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غزوي تر بحث لاندې ونیول شوه.
هغه لیکلی، ټولو اړخونو د یادې پروژې د هرڅه ژر پیل او تکمیل غوښتنه وکړه.
یاده ناسته د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناسته وروسته شوې ده.
د افغانستان په اړه د دوحې ناسته وړمه ورځ پيل شوه او تېره ورځ پای ته ورسېده
Views: 13