Pajhwok Afghan News

کندهار کې پنځو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه

کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، د کندهار ولایت په لوړ میوند ولسوالۍ کې پنځو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

سترې محکمې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغو کسانو ته د لواطت د جرم له امله سزا ورکړل شوې ده.

سرچينې لیکلي چې د یادې ولسوالۍ ابتدایه محکمې یاد متهمین پر یوه – یوه میاشت تنفیذي بند او ۳۰ – ۳۰  دُرو تعزيري سزا محکوم کړي وو چې تېره ورځ په عام محضر کې سزا ورکړل شوه.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیزي سزاګانې ورکړل شوې دي.

Views: 29

Exit mobile version