Pajhwok Afghan News

پکتیکا کې د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

ښرنه (پژواک، ۱۵چنګاښ ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په پکتیکا کې د ۱۷ ښوونځیو ودانیو جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودې.

د پوهنې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا له مل پلاوي سره د مدرسو او ښوونځیو ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه پکتیکا ولایت ته تللی دی.

سرچينې لیکلي چې نوموړي تېره ورځ په دغه ولایت کې د ۱۷ ښوونځيو د ودانیو جوړولو د بنسټ ډبرې اېښې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي: «تر ​​اوسه د دیني او عصري علومو په تړاو د خدمتونو پراختیا او د پوهنیز کیفیت لوړولو برخه کې ډېر کارونه شوي، خو دغه اقدامات زموږ لپاره کافي نه دي؛ بلکې په دې لاره کې به خپلې هڅې لا پسې جاري وساتو.»

هغه دغه راز زیاته کړې چې د استادانو او ښوونکو د معاشونو کموالي موضوع یې د ا.ا له مشرتابه سره شریکه کړې ده.

Views: 19

Exit mobile version