فېروزکوه (پژواک، ۱۶چنګاښ ۱۴۰۳): د غور امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له مله یو کس مړ شوی دی.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «تیره ورځ د دولت اباد ولسوالۍ په شینیه سیمه کې یوه ریکشا د هریرود سیند ته لوېدلې چې چلوونکی یي مړ شوي دی.»
هغه زیاته کړه چې مړ شوی کس د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د «کټارسم» کلي اصلی اوسیدونکی و.
د نوموړي په خبره، ریکشا د تخنیکي ستونزي له امله سیند ته غورځېدلې ده.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن