جلال اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي چې تېر کال په دغه ولايت کې د اته نيم ميليون کسانو د بېلابېلو ناروغيو درملنه شوې ده.
نوموړی وايي، دا ارقام د هغو امکاناتو په پرتله څو چنده زيات دي چې دغه ولايت ته برخه ورکول کېږي.
د ننګرهار عامې روغتيا رييس مولوي امين الله شريف نن د چنګاښ په ۱۷مه په يو خبري کنفرانس کې په دې اړه له رسنيو سره معلومات شريک کړل.
د عامې روغتيا رييس مولوي امين الله شريف په خپلو خبرو کې وويل، دغه رياست په ټول ننګرهار کې ۴۸۶۲ روغتيايي او خدماتي پرسونل لري چې له ډلې يې ۱۰۱۲ ښځې دي.
هغه زياته کړه، د ياد پرسونل پرمټ يې تېر کال د ۸ نيم ميليونه ناروغانو درملنه کړې چې له ډلې يې ۲۳۷ زره ناروغان بستر شوي هم دي.
د مولوي شريف په خبره په دغه ولايت کې د ۴۳ زره او ۴۸۵ شديدې خوارځواکۍ او ۱۹۳زره د متوسطه خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه هم پيل کړې چې ځينې يې روغ شوي او د ځينو درملنه لا هم روانه ده.
دی وايي، په ننګرهار کې تېر يوه کال ۱۰۴زره ولادتونه شوي، ۲۷زره لويې او ۱۸۳۰۰ کوچني عملياتونه ترسره شوي او ۱۲۲ بېړنيو پېښو ته هم پر وخت رسېدنه شوې چې په کې ترافيکي پېښې او نورې شاملې دي.
دی وايي، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا لپاره تېر کال د ۱۱ روغتيايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوي چې لا هم روانې دي او دغه راز په دغه موده کې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په موخه د ۲۷۵زره امریکايي ډالرو په لګښت بېلابېل روغتيايي او خدماتي تجهيزات هم اخېستل شوي دي.
د روغتيا رييس وايي، دا چې ننګرهار د نورو ولايتونو په پرتله ګرم او د ملاريا پېښې په کې ډېرې دي د مخنيوي لپاره يې تېر کال په ټول ولايت کې ۶۵۰ زره پشه خانې پر خلکو وړيا وېشلې دي.
مولوي شريف وويل، په تېرو ۱۲ مياشتو کې د ۲۴۷۱ روږدو کسانو درملنه شوې چې په دې کې ۷۰ ښځې او ۴۰ پېغلې نجونې هم شاملې دي.
د روغتيا رييس دا هم وايي چې په ننګرهار کې يې د خصوصي روغتيايي سکټور د پياوړتيا او ستونزو د مخنيوي په موخه هم په دغه موده کې د برسۍ پراخ کمپاينونه ترسره کړي چې په کې متخلفې شفاخانې، کتنځايونه، درملتونونونه، لابراتوارونه او نور روغتيايي مرکزونه تړل شوي او یا هم اصلاح شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP