Pajhwok Afghan News

د شاوخوا پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې شوې

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د درېیو تعدیل شول او د ۷ پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

سرچینې لیکلي، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د یو شمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دویمې برخې قیراچونه او د همدې لارې د استنادي دېوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب‌سټېشن د انسلیټرونو نصب او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.

Views: 80

Exit mobile version