Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د یوې ودانۍ نړېدو له امله اووه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د هند د ګجرات ایالت په سورات ښار کې د یوې شپږ پوړيزې ودانې نړېدو له امله اووه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون (شنبه) له غرمې وروسته د هند په لوېدیځ کې شوې ده.

ورته مهال، د یاد ایالت د پولیسو یوه چارواکي راجش پارمار ویلي چې یاده پېښه د پر له‌پسې ‎ورښتونو له امله شوې ده.

نوموړي څرګنده کړه چې د ژغورنې عملیات اوس هم دوام لري او اټکل کېږي ډېر کسان د خاورو لاندې بند پاتې وي.

هغه څرګنده کړه چې د ټولو قربانیانو هویت معلوم شوی او ډېری یې د نساجي صنعت کارګر وو.

د یادولو ده چې تېره اونۍ سه‌شنبه هم د هند په اوتار پرداش ایالت کې په مذهبي مراسمو کې د خلکو ګڼې ګوڼې له امله ۱۰۵ کسان مړه شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.