Pajhwok Afghan News

قزاقستان: له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ترانسپورټي اړیکو پراختیا ته چمتو یو

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ترانسپورټي اړیکو پراختیا ته لېوال او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده په کابل کې د قزاقستان هېواد له سفیر علیم‌خان یسین ګیلدییف سره ولیدل.

سرچینه وایي، په ياده لیدنه کې د دوه اړخیزو هوايي، ټرانسپورټي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوادګریزو توکو اسانه لېږد رالېږد او نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

په دغه لیدنه کې د قزاقستان سفیر وويل چې هېواد یې له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ترانسپورټي اړیکو پراختیا ته لېوال او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست د قزقستان سفیر ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Views: 23

Exit mobile version