Pajhwok Afghan News

هرات کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د قتل په تور نیول شوي

هرات (پژواک، ١٩ چنګاښ ١٤٠٣): د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د خپلې کورنۍ د یوه غړي د وژلو په تور نیول شوي دي.

د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف وایي چې د ګذرې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په یو لړ کشفي عملیات کې یو سړی او یوه ښځه د قتل په تور نیولي دي.

د انصاف په خبره، نیول شوو کسانو څو ورځې وړاندې د خپلې کورنۍ یو غړی وژلی او دوی د پولیسو تر تعقیب لاندې وو چې د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونیول شول.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند له ډېرو جزئیاتو ورکولو پرته وویل چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Views: 10

Exit mobile version