Pajhwok Afghan News

یوه بریتانیايي کمېشنر په افغانستان کې د دغه هېواد د ډیپلوماتیک حضور غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۳): په افغانستان کې د بریتانیا حکومت پر مرستو د څار کمېشنر هوګ بیلي ویلي چې هېواد یې باید له افغان مېرمنو د ملاتړ او پر مرستو د څارنې په موخه په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

ګارډین ورځپاڼې تېره ورځ (پنجشنبه) د هوګ بیلي له قوله لیکلي، دا مهال په افغانستان کې د بریتانیا ۵۰ سلنه مرستې ښځو ته ځانګړې دي چې د دې پروسې له شفافیت څخه اطمینان په کابل کې د دوی له ډیپلوماتیک حضور پرته ستونزمن دی.

د بریتانیا حکومت پر مرستو د څار کمېشنر زیاته کړې، په کابل کې د لوېدیځو هېوادونو د سفارتونو نشتوالي د مرستندویه بنسټونو کار سخت کړی دی.

هوګ بیلي چې د روان کال په مې میاشت کې کابل ته راغلی و، ویلي یې وو چې افغان مېرمنې او نادولتي موسسې د لوېدیځو ډيپلوماتانو د حضور هرکلی کوي څو هغوی د ښځو نظریات له اسلامي امارت سره شریک کړي.

د یادونې ده، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته بریتانیا خپل سفارت بند کړ او ډيپلوماتان یې له دغه هېواده ووتل.

دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا تېرو نږدې درېیو کلونو کې له افغانستان سره د نړۍوالو سازمانونو له لارې شاوخوا ۲ اعشاریه ۹ میلیارد ډالره بشري مرستې کړې دي.

Views: 34

Exit mobile version