Pajhwok Afghan News

متقي: بهر کې مېشت ټول افغانان دې خپل هېواد ته راستانه شي

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تېر حکومت له یو شمېر والیانو سره په لیدنه کې پر ټولو بهرمېشتو افغانانوغږ کړی چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته دې د «عزت او سکونت» ژوند تېر کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د تېر حکومت له یو شمېر والیانو سره ولیدل.

خبرپاڼه کاږي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په لړ کې هغوی ته په هېواد کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د ارام، ډاډمن او باعزته ژوند پر تېرولو خوښي وښوده.

متقي پر ټولو بهرمېشتو هېوادوالو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راستانه شي، څو په خپل هېواد کې د «عزت او سکونت» ژوند تېر کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېر حکومت والیانو په خپل وار په هېواد کې له روان وضعیته خوښي وښوده، د لا نورو پرمختګونو او د شته وضعیت د تداوم هیله یې څرګنده کړه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یادو والیانو د خپلو تجربو په رڼا کې له اسلامي امارت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنې وکړې.

د یادونې ده، اسلامي امارت له بهره د افغانانو د راستنېدو په موخه یو کمېسیون هم جوړ کړی چې تر اوسه د تېر حکومت د چارواکو په ګډون سلګونه کسان د یاد کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

Views: 36

Exit mobile version